fbpx

بلخ کې۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎ والو ترمنځ نښتې په ترڅ کې ۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ تنه نور د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د سیمه ‎ییزو پولیسو قومندان، محمدامان وایي، دا نښته تېره شپه شوې او تر سهاره یې دوام کړی دی.
 نوموړی وایي، په نښته کې درې ځانګړي او درې سیمه‎ییز پولیس وژل شو ي دي.
د نوموړي په خبره طالبانو د امنیتي ځواکونو یو ټانګ له ځان سره وړی او درې نورو ته یې اور ورته کړی.
د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان درانی دا پیښه تایید وي خو په اړه یې جزئیات نه ورکوي.
د بلخ د پولیسو ویاند وایي، د کورنیو چارو وزارت ورته سپارښتنه کړې چې په دې اړه د بلخ رسنیو سره خپل معلومات شریک نه کړي.