fbpx

ایران په افغانستان کې امن د ځان او سیمې په ګټه بولي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وایي ایران په افغانستان کې امن د ځان او سیمې په ګټه بولي او په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو دی. فیرزو ابادي ویلي هېواد یې له طالبانو سره د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې له افغان حکومت سره په همغږۍ خبرې کړې دي او دوی چمتو دي په دې برخه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو منځګړیتوب وکړي.

هغه زیاته کړې هېواد یې په دې برخه کې خپل رول لوبولو ته چمتوالی لري او هڅه به وکړي چې دا خبرې د افغانانو په مشرۍ مخ ته یوسي. ابادي دغه راز ویلي، طالبانو له ایراني چارواکو سره په لیدنو کې خپل نظرونه څرګند کړي او ایراني پلاوي د هغوی د خبرو جزیات له افغان حکومت سره هم شریک کړي دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې ژر دواړه لوري د سولې خبرو ته حاضر او په یاد هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.