fbpx

اردوغان: انقره د کردانو په مسئله کې هیچاته امتیاز نه ورکوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په سوریه کې کردي جنګیالیو ته د مصؤنیت پر غوښتلو جدي تېروتنه کړې ده. اردوغان له ترکیې د جان بولټون له وتلو وروسته وویل، انقره د کردانو په مسئله کې هیچاته امتیاز نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څه موده مخکې له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه خو بولټون وویل چې څو پورې ترکیه ورته د کردي جنګیالیو د مصؤنیت ډاډ ورنه کړي خپل ځواکونه نه وباسي.

د یادونې ده چې ترکیه بیا د سوریې کرديان ترهګر بولي او وایي، د دې وسله والو ډلو پر ضد به خپلو پولو ته څېرمه د سوریې په خاوره کې عملیات وکړي، خو امریکا ترې غواړي چې پر دې جنګیالیو دې کار نه لري.