fbpx

د راشد خان مرحوم د پلار د فاتحې مراسم

‍ نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشد خان د پلار فاتحې مراسم په ننګرهار ولایت جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ترسره شول د راشد خان پلار یوه اونۍ وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند په حیات اباد کې له لاسه ورکړ او همالته خاورو ته وسپارل شو .

د فاتحې په مراسمو کې د کرکټ وتلي ستوري راشد خان او د کورنیو غړو، ملي لوبغاړو ،د کرکټ بورډ کارکونکو، د ننګرهار والي ، قومي مشرانو ځوانانوعلما کرامو د ننګرهار ولسونو ګډون کړی و یاد مراسم د ننګرهار ولایت والي حیات الله حیات د شینوارو ولسونو او د ختیځ زون بورډ مشر روح الله ترخېل په هڅو په ننګرهار کې ترسره شول .

د فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار والي حیات الله حیات په خپلو خبرو کې وویل چې د ننګرهار ټول ولسونه د راشد خان سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي او له راشد خان او کورنۍ سره يې په دې غم کې ځان شریک وباله همدا رنګه نوموړي په خپلو خبرو کې د راشد خان پلار ته د مغفرت دوعا وکړه او راشد خان قدر دانی وکړ چې د هېواد بیرغ یې ځلانده ساتلی دی .

د فاتحې ټولو ګدونوالو د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان مرحوم پلار ته د مغفرت دوعا وکړه او د کورنيو غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .

راشد خان د مرحوم پلار په فاتحه کې له ننګرهار والي د بورډ غړو ملي لوبغاړو ولسي وګړو خپلوانو او له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چې له ده سره یې په غم کې ځانونه شریک کړل خان په هېواد کې د تل پاتې سولې ثبات او د غم ټغر ټولېدو دوعا وکړه .

د کرکټ وتلو ستورو خبریال ویپاڼې ته وویل چې راشد خان مو دې غم ته یوازې نه دی پریښی او لا مو حوصله ورکړې ، پخپله راشد خان د خبریال ویپاڼې ته وویل چې د پلار د مرګ خبر یې تریخ و خو حوصله نه بایلم او د کورنۍ په تشویق به لا مخکې ځم نوموړي وویل نن به بېرته اسټرالیا ته د سیالیو لپاره ولاړشي .

د یادونې وړده چې راشد خان په اسټرالیا کې په بېګ باش سیالیو بوخت و چې پلار یې وفات شو نوموړی په دوه ورځیني سفر بېرته افغانستان ته راغلی و چې لومړی یې د پلار فاتحه په کابل کې واخیستل شوه او دویم ځل فاتحه یې نن په ننګرهار کې ترسره شوه .

د یادونې وړده چې راشد خان له فاتحې مراسمو وروسته له ننګرهار څخه کابل ته وخوځېد چې نن ماښام شپږ بجې به بېرته د اسټرالیا په طرف وخوځېږي تر څو د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره په بېګ باش لیګ کې پاتې سیالۍ ترسره کړي .