fbpx

پاکستان په دوحه کې د سولي غونډه وځنډوله

پاکستان د کراچيله هوايي ډګره د طالبانو هغه پلاويته اجازه ورنکړه چې مشريیې امیر خان متقي کوله او ملا عباس او ډاکتر فقیر ورسره مله وو.

له قطر هیواد نه د پاکستان د کراچيهوايي ډګر ته تللې الوتکه بېرته قطر ته خاليستنه شوه .

د قطر له لوري پاکستان ته د امتیاز نه ورکولو له کبله د سولي غونډه وځنډول شوه .

طالبان وايي چې که د سوليخبريکېږيپه قطر کې به ويکنه بل ځای دوی خبرو ته تیار نه دي .

په اسلام اباد کې خبریالان واييچې پاکستان دافغانستان د سولي د عاليشورا په غوښتنه دا کسان د قطر غونډيته نه ديپرې ایښي ، خو طالبان وايي تر هغه مهاله پاکستان پر خپله ژمنه ولاړ وو چې تر څو قطري الوتکه د کراچي پر هوايي ډګر راکوزه شوه .

تر دې غونډه وړانديطالبانو، سعودي عربستان ، عرب اماراتو، امریکا، قطر ، روسيي، پاکستان ، چین او ایران سره مخامخ خبريکړيدي‌.

طالبانو دا ځل د قطر په غونډه کې له امریکا د عسکرو د وتلو د ژمني په صورت کې له افغان حکومت سره د خبرو د پیل نیت لاره ،خو پاکستان دا کار بیا ګډوډکړ .‌

د قطر دا غونډه چې د سیمي د هیوادونو د اعتبار اخیستلو وروسته شونې وه ، دافغانستان د حکومت په غوښتنه چې په بدل کې به یې پاکستان ته امتیازات ورکويوځنډول شوه .

د طالبانو ځینيمشران په بل هیواد کې له امریکا يي چارواکو سره د خبرو سخت مخالف دي‌.

دوی واييچې تر څو بل ځل له پاکستان نه د ورته عمل دنه کولو ژمنه تر لاسه نکړي ،نور له امریکا سره ه خبرو ته نه کښېني .

د طالبانو د قطر ددفتر غړي وايي چې د اوسنۍ غونډيپر اجنډا په هیڅ ډول معمله نه کوياو دا خبريیې امریکا يي پلاوي ته مخامخ کړيدي‌.

د دې غونډيپه اجنډا کې د له امریکا نه دطالبانو غوښتنه د هغوی د پوځ مهال ویش وو .

له افغان حکومته د زندانیانو خلاصون .

له تور لیسته د طالب مشرانو ایستل .

د دې په بدل کې ۳ میاشتنی اوربند او ورسره له افغان حکومت سره د خبرو مخامخ پیل د اجنډا برخه وه .

دا چې ټوله ګاونډي، سیمه آئیز او ځیني نړۍ لوی هیوادونه هر یو دافغانستان په سوله کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي، تر ټولو ډېر امتیاز تر دا مهاله پاکستان اخیستی او د لانورو امتیازاتو غوښتنه کوي‌.

د سوليپه بدل کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تارغځول، د پاکستان د مخالفو طالب مشرانو وژل ، استخباراتي معلومات شریکول ، دپاکستان د ظلمونو او لاس وهنو پر کړنو دافغان حکومت پټه خوله پاتې کېدل شامل دی .

دافغانستان د مشرانو جرګه واييچې طالبان دي د مجاهدینو تجربه نه تکراروي ، طالبان هم همدا خبره کويچې د پاکستان پر لاس سوله د مجاهدینو د تجربې تکرار دی .

همداراز د پاکستان په سفر بوخت دافغانستان د سوليدعاليشورا مشر عمر داودزي ویليدي ، چې طالبان به بل آخره له افغان حکومت سره خبريکوي ، خو طالبان وايي که افغان حکومت خبريکول غواړيد پاکستان لمن ديخوشيکړي .

د طالبانو د لوی ټبر دمشرانو له خبرو ښکاري چې افغان حکومت دي د پاکستان نه نور دافغانستان په تړاو سوله نه غواړي ،کنه ښايي دافغانانو دا ارمان تر اوږده وخته هم داسي پاتې شي .

له دې ټولو خبرو سره سره که بیا هم افغان حکومت د سولي په تړاو د پاکستان دروازه ورټکوي نو دا په دې معنا ده چې افغان حکومت دسوليروانه شوې پروسه له خنډونو سره مخامخ کوي‌.