fbpx

عبدالولی قلم جار آزاد شو

وسله والو طالبانو د عبدالولی قلم جار په نامه هغه افغان له خپله بنده  آزاد کړی چې څو میاشتي دمخه یي نیولی وو.

نوموړي به په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد خبري کولي او د ټولنیزو شبکو له کارونکو به یي غوښتل چې ده سره په انلاین مناظرو کې حاضر شي.

قلم جار طالبانو د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه نیول وو.

کله چې دی ونیول شو نو د ماشوم زوی ویډیو  یي په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې خفه په خپله پلار پسي یي ژړل.

دغې ویدیو ډیر خلګ خفه کړل او له طالبانو په پراخه کچه غوښتنه شوي وه چې باید قلم جار پریږدي چې له خپلي کورنۍ سره یو ځای شي.

بلاخره اوس طالبانو نوموړي ته عفوه کړي او د ټولنیزو رسنیو ډيری کارونکو د طالبانو د دغه ګام په پراخه کچه ستاینه کړي.

ډیری کارونکو د طالبانو دغه کار بي حده خوشهاله کړي او دا کار یي په پراخه کچه ستایلی دی.

م. جلالزی