fbpx

والي: طالبانو د پلخمري څنډو ته را ورسیدل

 طالبانو د بغلان مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

په دې وروستیو کې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته نږدې په امنیتي ځواکونو د طالبان وروستي بریدونه زیات شوي چې دې موضوع د بغلان د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان اندېښن کړي.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم‌الله عطاش وايي، د طالبانو بریدونو په زیاتېدلو سره پُلخمري ښار د دې ډلې تر محاصرې لاندې راغلی او هر وخت په‌دغه ښار برید کولی شي.

ښاغلی عطاش زیاتوي چې پُلخمري په یو زندان بدل شوی چې ټول خلک یې د بندیانو په شان دي او له‌دې ښاره یو ولایت ته هم سفر نه‌شي کولی.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم مني چې طالبان د ولایت ودانۍ دوه کیلومترۍ ته رسېدلي او امنیتي کسان په نښه کوي.

خو نوموړی ډاډ ورکوي، چې دوی به ډېر ژر د دې ډلې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي.

د بغلان ولایتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي، سره له‌دې چې طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغه ولایت په ځېنو برخو بریدونه ډېر کړي؛ خو امنیتي ځواکونه لا هم دفاعي حالت کې دي او هره ورځ قرباني ورکوي.

م. ج