fbpx

ايشوريه راى لا هم عمران هاشمي ته غوسه ده

د هندي سينما نوموتې او ښايستوکې فلمي ستورې ايشوريه راى بچن لا هم عمران هاشمي ته غوسه ده، څه موده مخکې عمران هاشمي د نوموړې د ښکلا په اړه ويلي و، چې ښکلا يې (جعلي او پلاسټيکي) ده، په دغه خبره ايشوريه لا هم غوسه ده.
د حسن ملکه ايشوريه راى په هغه فلمي ښځينه ستورو کې شمېرل کېږي، چې ښايسته څېره لري، د ايشوريه په ښايست په لکونو خلک مينه وال دي، په دغه مينه والو کې يو وخت د هندي سينما نوموتى ستورى سلمان خان هم شامل و، خو بلخوا عمران هاشمي ته بيا د ايشوريه راى ښکلا او ښايست جعلي او پلاسټيکي ښکاري، چې په دې اړه نوموړي په (کافي ود کرن) خپرونه کې خبرې کړې وې.
ايشوريه راى دا خبره تراوسه پورې نه ده هېره کړې، نوموړې تېره ورځ په (فېمسلي فلم فئير) پروګرام کې برخه درلوده، چې د خپرونې کوربه ترې پوښتنه وکړه، چې د خپل ځان په اړه يې تر ټولو بده تبصره څه اورېدلې ده، نو ايشوريه راى ورته په غوسه کې وويل چې (جعلي او پلاسټيکي ښايست).
دا هماغه د عمران هاشمي تبصره ده چې په (کافي ود کرن) کې يې کړې وه، د دې تبصرې په اورېدو سره ايشوريه راى دومره غوسه شوې وه، چې له عمران هاشمي سره په راروان فلم (بادشاهو) کې يې له کار څخه انکار وکړ. وروسته بيا عمران هاشمي له ايشوريې راى څخه بخښنه هم وغوښته او وې ويل چې دا خبره يې هسې د ټوکې په ډول او د خپرونې د خوندور کولو لپاره ويلې وه، خو ايشوريه راى بيا تر اوسه پورې عمران هاشمي نه دى بخښلى.