fbpx

سلمان خان تل په نقل پاس شوى

د هندي سينما نوموتى ستورى سلمان خان د ښوونځي پر مهال تل په نقل پاس شوى دى. دا خبره بل چا نه بلکې د سلمان خان پلار سليم خان د کپل شرما په کومېډي خپرونه (دي کپل شرما شو) کې وکړه.
د سلمان خان پلار سليم خان په دغه خپرونه کې وويل، چې د ده درې واړه زامن، سلمان خان، ارباز خان او سهېل خان به تل په ازموينه کې د غلا شوو پرچو نه ګټه پورته کوله او په همدې ډول سره به يې ازموينې پاس کولې.
نوموتى هندي ستورى سلمان خان د خپلو وروڼو ارباز خان او سهېل خان او د خپل پلار سليم خان سره په شريکه د کپل شرما په خپرونه کې مېلمانه و، چې پلار يې د درې واړو په اړه پخوانۍ کيسې وکړې.
سليم خان وويل: ((زموږ کور ته به يو کس راتللو چې ګنېش نومېده، هغه چې به کله هم زموږ کور ته راغى، نو زما درې واړه زامنو به يې ډېر درناوى کوو. کله چې به ګنېش راغى، نو درې واړو به هڅه کوله چې په درناوي يې کېنوي او خوندور چاى ورته جوړ کړي، ما يوه ورځ له ځانه وپوښتل چې دا څوک دى چې زما په کور کې د ده قدر ډېر دى؟ کله چې مې معلومه کړه نو راته وويل چې د ازموينې پرچې چې په غلا راووځي، نو دا يې زما زامنو ته راوړي.)) سلمان خان وويل چې ګنېش به دوى ته د ازموينو ځوابونه راوړل.
په دغه خپرونه کې د سليم خان له دې خبرې په ډاګه ښکاره کېږي، چې نه يوازې سلمان خان، بلکې د هغه نور دوه وروڼه هم په ازموينه کې تل په نقل پاس شوي دي. خو پر ځاى د دې چې د خپلې دې کيسې په اړه دوى څه غبرګون وښايي، په خپرونه کې ټولو په خندا کې واخيسته او خنداوې يې ورته کولې.