fbpx

خراسانی: صالح د مجاهدینو قاتل او ناپوه خرڅ شوی جاسوس دی

د نهظت مقاومت په نامه د یوې وسله والي ډلي مشر د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په جاسوسۍ او د مجاهد مشرانو په ترور تورن کړی .

حکومت پرون هڅه وکړه د حمیدخراساني په نامه دغه خپل سری قوماندان له کابل څخه ونیسي لیکن د هغه پلویانو مقاومت وکړ او پولیس دې ته اړ شول چې له دغه کار څخه لاس پر سر شي.

کورنیو چارو وزارت وویل چې دوي د ملکي تلفاتو د مخ نیوي لپاره له خپلو عملیاتو په شا شوي دي خو د حکومت لاس ډیر اوږد او پياوړی دی.

دغه باغي قوماندان د کابل په بیلا بیلو برخو کې په لویو جرمونو تورن دی.

هغه د شمالي ټلوالي د عطا د خاښي نږدې کس دی.

د کورنیو چارو وزارت خراسانی له خلکو په باج اخیستني، انسان تښتونی،  د وسلو او مخدره توکو په کاروبار تورن کړی دی.

خو خراسانی وایي چې دی مجاهد دی او د حکومت اوامر ځکه نه مني چې حکومت نامشروع دی.

خراساني د کورنیو چارو وزیر امرالله صالح د هغه پر وړاندي په شخصي دښمنی تورن کړی او ویلي يي دي چې اوس صالح له حکومتي واک څخه په ګټي آخیستني غواړي دی بدنام کړي او یا یي هم ونیسي.

خراساني په یوه پينځه دقیقه ی ویډيو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي امرالله صالح یو دین ستیزی، د مجاهدینو دښمن، جاسوس او د بهرنیانو غلام ښولی.

هغه ویلي چې د امرالله صالح د استاد محمد خان او یو شمیر نورو مجاهد مشرانو په ترور کې لاس لري.

دغه خپل سري وسله وال قوماندان د کورنیو چارو وزیر یو شکمن او مجهول کس بللی چې پر وینا یي د استعمار د برنامو د پلي کولو په لټه کې دی.

صالح دوه اونۍ دمخه د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه ویلي چې ټول زور پالي او زور واکي خپل سره وسله وال به ونیسي او په قانون ماتونکو به هیڅ راز رحم و نه کړي.

خو د نهظت مقاومت ډلي دغه مشر وايي چې دی یوازي حاجي صاحب بادر، بهلول، ایزیدیار او عطا محمد نور ته د ځواب ورکولو لپآره حاضر دی او دی به کله هم د یوه مزدور حکومت او چارواکي پر وړاندي ځواب ورکولو ته حاضر نه شي او تر مرګ پوري به وجنګیږي.

د کورنیو چارو وزارت تر اوسه پوري په دې باب خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

میرویس جلالزی