fbpx

د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو

ولسمشر غني د افغانستان پېژندنې او ملي یووالي په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون ماښام مهال د ۳۴ ولایتونو له آزادو خبریالانو سره په یوه غونده کې وکړې.

ښاغلي غني وویل چې د خبریالۍ د ستونزمنې دندې انتخاب له هېواد، قانون او ملي ګټو سره د افغان خبریالانو منیه او صداقت ښيي.

ولسمشر د څلوېښت کلن بحران او جنګ د پایته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د پایداره سوله لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو یو.

هغه خپل ویاند محمدهاورن چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو ټول وړاندیزونه او نظریات د ژمنو په جدول بدل او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي، ځکه د عملي کولو په برخه کې یې د ټولو ادارو تعهد پکار دی.

دغه راز ولسمشر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ته لارښوونه کړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګي وشي.

ولسمشرټبنګار کړی، چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق باید سم مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شي او همدارنګه دې دولتي اعلانونو د عادلانه وېش وړاندیز دې د کابینې غونډه کې مطرح شي.

ښاغلي غني له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملي امنیت سلاکار سره شریک کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې پلټونکي راپورونه به د قانون د حاکمیت عالي شورا کې د بحث په پایله کې طبقه بندي شي.