fbpx

سیګار دې د بیارغونې راپوټونه نه خپروي

راپورونه وايي، ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته د هغو رپوټونو د نه خپرېدا سپارښتنه کړې، چې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو په کې سختې نیوکې کوي.
ټرمپ د کابینې په یوه  غونډه کې چې پر تلوېزیون خپرېده ویلي، هغه مالومات چې د افغانستان د بيارغونې د څار ځانگړې اداره “سيگار” يې خپروي يو امنيتي خطر کېدى شي.

امريکايۍ مجلې مادر جونز د ټرمپ له قوله لیکلي، دښمن دا رپوټونه لولي او دى نه غواړي چې دا بيا تکرار شي.

مجله  زیاتوي، سيگار په تېرو يوولسو کلونو افغانستان کې د ١٣٠ ميليارد ډالرو د لګښت مديريت څارلى او امريکايي او افغان چارواکي يې د ټګۍ برګۍ او بې ځايه لګښت مسوول بللي دي.