fbpx

په سره رود کې غصب شوې زرګونه جريبه ځمکه را وګرځول شوه

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت سره رود ولسوالۍ کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.
چارواکي وايي، دغه ځمکه د والي په مشرۍ د ګډ کمېسيون له خوا د امنيتي ادارو پر مټ را وګرځول شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوياڼي رسنیو ته وويل چې د والي حيات الله حيات په امر امنيتي مسوولينو د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو په سيمه کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه او په کې جوړې شوې ودانۍ او چارديوالۍ ونړول شوې.
دی وايي، د دې ځمکې راګرځولو پر مهال د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي، د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، د ښار جوړونې ريیس عبدالقهار حيدري، د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات او يو شمېر نورو شتون درلود.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه غاصبينو او زورواکو غصب کړې وه او په کې يې ودانۍ او چارديوالۍ جوړې کړې وې، چې پرون يې عملاً ياده ځمکه له غاصبينو را وګرځوله او په کې جوړې شوې ودانۍ او چارديوالۍ يې ونړولې.
نوموړي زياته کړه، له غصب خلاصې شوې ځمکه کې به  د شهيدانو کورنيو غړو، بېوزله وګړو، له کډوالۍ راستنو شوو کورنيو، معلمينو او نورو اړمنو هېوادوالو ته به د سرپناه جوړولو په موخه نومرې شي.
دی وايي، والي امنيه قوماندان او نورو امنيتي ارګانونو مسوولينو ته امر وکړ چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې کړي او غاصبين د قانون منګولو ته وسپاري.
د ننګرهار والي دغه راز ولسونو ته ډاډ ورکړ چې يو پلاوی به وټاکي څو په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکه معلومې او له غاصبينو خلاصې کړي.