fbpx

طالبانو د تخار په خواجه غار ولسوالۍ برید کړی

وسله والو طالبانو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډلیز برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه په یاده ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه رسېدلي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.