The news is by your side.

تازه: روسیه بیا غواړي ځان افغان جګړه کې ښکېل کړي

خبریال ویب پاڼه/ دوی د افغانستان خراب وضعیت یو ځل بیا مجبوره کړي چې پر امریکا انتقاد او ځان له یو شمېر هېوادونو سره خواخوږی وښيي، ځکه يې د ښکېلتیا دریځ غوره کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب بللی او وړاند وینه يې کړې چې د افغانستان وضعیت به نور هم خراب شي.

لاوروف خواخوږۍ په سټایل کې ویلي که چیري د افغانستان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي  نو په دې صورت کې روسیه د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت د خوندیتوب لپآره چمتو ده.

لاوروف د خپلو خبرو په دوام د دې ښکېلتیا بڼه بیان کړه او زیاته يې کړه که وضعیت خراب شي نو دوی به په تاجکستان کې له خپلې اډې کار واخلي ترڅو په سیمه کې د خپلو ملګرو هېوادونو امنیت خوندي کړي.

ده په دې خبرو کې پر نړیوالو هم دانتقاد وکړ، او ويې ویل چې ملامت دي د ده په خبره نړیوالو په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان د ثبات لپاره هیڅ ونکړل .

روسیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت ناکام بللی او کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا پر افغانستان برید کاوه نو روسیې ورته وویل چې افغانستان ته مه ځئ ځکه موږ ډیره سخته ماتې په کښي خوړلې خو دوی راغلل خو دا چې اوس امریکا کډه باروي نو بیا د روسیې تر انتقاد لاندې ده او وايي چې دوی په دوه لسیزو کې هیڅ داسې کار ونکړ چې د افغانستان د امنیت لپاره دي موثره تمامه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن مي میاشت کې اعلان وکړ چې خپله شل کلنه جګړه په افغانستان کې پای ته رسوي او د سپټمبر تر ۱۱ نېټې چې زموږ بدې خاطرې ورسره تړلې دي نېټه باندې به وروستی امریکايي سرتیری هم له افغانستانه وزي.

خو د بایډن له دې تکله د رښتیا بوی نه راځي اصل کې خبره داده چې امریکا له خونړۍ جګړې ځان باسي او د دې ضمانت نشته چې امریکا به بیا په افغانستان کې مداخلت نه کوي نن امریکا وویل موږ وزو ځکه نو د افغانستان امنیت باید افغان ځواکونه وساتي

Comments are closed.