fbpx

د ټول هيواد په کچه د خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۲۱ پيښي رامنځ ته شوي

 په جنوب کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې سيمه ايز مسوول او د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين د يوي خبري ناستي پر مهال خبر ورکړ چي په تير ۲۰۱۸ کال کي د ټول هيواد په کچه د خبريالانو او رسنيو سره د تاوتريخوالي ۱۲۱ پيښي رامنځ ته سوي چي ۱۵ يې يوازي په جنوبي ولايتونو کې دي .
لودين د دې پيښو عاملين هم په ګوته کړه چي تر ټولو ډيره برخه يې طالبانو او داعش او په دوهم قدم کې دولت تشکيلول .
نوموړي د تاوتريخوالي د پيښو د هري برخي ارقام هم وړاندي کړل او پر حکومت يي ږغ وکړچي په دې برخه کې خپلو مسووليتونو ته متوجه سي .
نوموړي د رسنيو مسوولين هم متوجه کړل چي د خپلو کارکوونکو امنيت ساتني او امتيازاتو ته هم توجه وکړي .
نوموړي ټول خبريالان مسلکي چلند ته راوبلل او غوښتنه يي وکړه چي د ژورناليستکي فعاليتونو پر وخت دي قانوني مشکل ځان ته مواجه کوي .
د خبريالانو د دفاع د دې معتبر بنسټ مشر وویل چي د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب د تامین او د شته ګواښونو د له منځه وړلو لپاره لازمه ده، چې د رسنیو، خبریالانو، امنیتي بنسټونو او د رسنیو د ملاتړ ادارو ترمینځ د امکان تر کچې همغږي رامینځته سي، ځکه د تاوتریخوالي کچې په زیاتېدو او د دې ګواښونو په را ټیټېدو کې د رسنیو، خبریالانو او شته ادارو ترمینځ همغږي ډېره اړینه ده. که د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټیټه او ختمه نسي، د بیان د ازادۍ او د خبریالانو راتلونکې له جدي ګواښونو سره مخ کېدای سي.
په جنوب کېد ازادو خبريالانو د ملاتړ ادارې ( نی ) سيمه ايزمشر عبدالسميع غيرتمل معلوماتو ته نه لاسرسی لا هغه ستونزه وبلل چي اوس هم په پريمانه توګه موجوده ده او حکومت يي په اړه عملي اقدامات نه دي کړي .
غيرتمل د ولسمشر سره د خبريالانو د وروستۍ ناستي په اړه هم معلومات ورکړل او هيله يي وښودل چي د رسنيو او خبريالانو د ستونزو په حل کي به ولسمشر کړي ژمني عملي کړي .