The news is by your side.

طالبانو اشرف غني ته سخت پېغور ورکړ

خبريال وېبپاڼه: طالبانو نن د ورځې د ليکنې تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده او په دې ليکنه کې يې بدون له جګړو د‌ ولسواليو د سقوط په هکله تبصره کړې ده.

دوی په دې ليکنه کې ليکلي دي چې د افغان پوځيانو د تسلیمیدو يو لوی سبب دادی چې دوی اوس په دې باندې ښه پوهېږي چې د افغان حکومت په دومره قربانۍ نه ارځي ځکه دوی نور هر ډول مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

په دې ليکنه کې وړاندې راځي چې د اشرف غني په حکومت باندې نور هېڅوک هم باور نلري، په لیکنه کې ټينګار شوی دی چې د اشرف غني په حکومت باندې ان د هغوی هغه بهرني ملګري چې دوی ورباندې ډېر نازېدل په داسې حال کې د بګرام له هوايي ډګر څخه ووتل چې دوی ته یې هېڅ ډول خبر نه ورکړی.

غربي ورځپاڼو خبر ورکړی و چې د بګرام څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کې افغان حکومت ته هېڅ ډول خبر نه و ورکړل شوی او سهار چې خلکو ليدلي و پوځي اډه خالي و نو خلکو د چور پيل وکړ.

د سياسي چارو کارپوهان وائی چې د افغان حکومت سره د امریکايي چارواکو رويه پخوانۍ ده، تر دې وړاندې هم امريکايي حکومت او چارواکو تل د افغان حکومت سره داسې يو رفتار کړی دی چې د متحدينو د اصولو خلاف دی.

که څه هم طالبان وايي چې دوی ولسوالۍ په سوله ايز ډول نيسي خو د افغانستان د ځينو ولايتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښيي چې د جګړې له امله سختې ورانۍ رامنځته شوې، د بغلان په ولايت کې د سختې جګړې وروسته په دې ولايت کې په زرګونو کسان بې کوره شول او سيمه په يوه خرابه بدله شوه.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې طالبان د جګړې له کبله په رامنځته شوی تخريب باندې سترګې پټوي او يا يې معمولي نيسي، دوی وايي چې طالبان بايد په دې پوه شي چې د ورانکاريو پايله به د افغانانو يو شديد نفرت وي.

Comments are closed.