fbpx

اسد الله خالد د چين له سفير سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي

د چين سفير ليو جين سونګ د دفاع وزارت له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره کتلي دي د چین سفارت د فیسبوک پاڼې له مخې د چین سفیر په دغه کتنه کې ویلي، چين د ملي حاکميت، د ارزي تماميت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پرخه کې د افغان حکومت له هڅو او د دغه هېواد د دفاعي توان له پياوړتيا ملاتړ کوي

د سرچینې په وینا د چين او افغانستان پوځي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو يوه مهمه تشکيلاتي برخه دهد چین سفیر هیله مندي ښودلې چې د خالد تر مشرۍ لاندې دغه اړيکې په دوه اړخيزه او څواړخيزه ساحه کې پر له پسې پرمختګ ومومي.

سرچینه کاږي خالد ليو ته ويل، افغانستان او چين زر کلن تاريخ لرونکي ګاونډي او دوست هېوادونه دي چې زياتې ګډې نظريې لري، د دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره صميمي چلند او یو بل ته متقابل درناوی لري او دغه اړیکې باید لا ښې او پیاوړې شي.