The news is by your side.

مستې ترکۍ ماډلې حیرانونکې ادعا وکړه

خبريال وېبپاڼه: په‌ دې ورځو کې ترکۍ مېډيا په ځانګړي ډول ټولنيزې رسنۍ د يوې ترکۍ ماډلې په نادر اعتراف باندې مشغول دي.

د يوه تلویزیوني پروګرام مشهورې څېرې پخپله يوه پوست کې ليکلي دي چې تراوسه پورې باکره ده مګر بيا یې هم د اومېدوارۍ ټېسټ مثبت ختلی دی.

د بهار جان په نامه دې ماډلې د ترکيې د ماډلېنګ په يوه تلویزیوني پروګرام کې د ګډون څخه وروسته شهرت ترلاسه کړ، هغه په پېغلتوب کې د ماشومانو پېښې کوي او همدا نخرو یې له نورو څخه متفاوته‌ کړېده.

نوموړې له دې وړاندې هم یو جالب کار کړی و چې د ډېرو ورځو کې لپاره یې نوم د رسنیو څخه نه لوېده، هغه مياشت وړاندې هغه مهال چې په ترکیه کې سخت کرنټین حاکم و د خپل انسټاګرام له حساب څخه په يوه پوست کې د يوه ملګري اعلان ورکړ.

نوموړې په دې اعلان کې ويلي و چې کرنټین کې سخته يوازې پاتې ده او زړه يې ډېر زيات په تنګ شوی دی، له همدې کبله یوه ښه دوست او ملګری ته اړتيا لري، بهار وړاندې پخپل پوست کې ددې ملګري د پيداو کولو لپاره چې په کرنټین کې ددې سره يو ځای وخت تېر کړي معاش هم اعلان کړی و او ویلي يې و چې تياره ده دې ملګري ته هره مياشت پینځه سوه ډالرو هم ورکړي.

دغه څېره په دې توانېدلې ده چې پخپلو جالبو کارونو سره د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو پام ځان ته ورواړوي، هغه ترټولو زیات انسټاګرام کاروي خو ددې ترڅنګ په نورو ټولنيزو شبکو کې هم حساب لري.

د نوموړې د انسټاګرام په دې پوست باندې هم د هر پوست غوندې د لايکونو او کومېنټونو باران و، په زرګونو خلکو د هغه پوست لایک کړی و او ډېرو خلکو ورته جالب کومېنټونه هم کړی و، ځینې بيا ان د ادب له دایرې څخه وتلي و او په مېرمن بهار باندې یې خپل زړه ښه تش کړی و.

Comments are closed.