fbpx

د شمالي کوریا مشر: د امریکا له ولسمشرسره د دوهم ځل لپاره ګوري

د شمالي کوریا مشر د چین ولسمشر ته ویلي چې دی د امریکا له ولسمشر سره دوهمې کتنې ته ژمن دی او غواړي د کوریا له ټاپو وزمې د اټمي وسلو د لیرې کولو پر سر د دوی ترمنځ د کړکېچ د هواري نتیجه ترلاسه کړي.

د کېم جونګ اون دغه څرګندونې د چین او شمالي کوریا دولتي رسنیو نن وروسته له هغې خپرې کړې چې کېم له پیکېنګ څخه دوه ورځنۍ کتنه پای ته ورسوله او بېرته په ځانګړي زغروال رېل ګاډي کې پیونګ یانګ ته روان شو.

دا په تېرو ۱۰ میاشتو کې چین ته د هغه څلورم سفر دی
کېم د لومړي ځل لپاره له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د تېر کال په جون کې په سنګاپور کې کتلي و او د دوی ترمنځ د دوهمې کتنې نېټه او ځای نه‎دی ټاکل شوی.

د چین د دولتي رسنۍ د خبر له مخې شي کېم ته ویلي چې پیکېنګ له ټرمپ سره د شمالي کوریا د مشر د بلې کتنې ملاتړ کوي.