fbpx

د طالبانو د تاریخي بریا لمړی ګام ! میرویس افغان

د طالبانو دواکمني له ړنګېدو راوروسته په لمړي ځل د طالبانو له لوري‌ د خپلواک تحریک په توګه بېساري‌ او لمړنی ګام واخیستل شو .
که څه هم طالبانو همېشه دا خبره کوله چې دوی آزاد دي ، خپلواک دي او د چا تر اثر لاندي‌نه دي‌، خو د دوی په ځینو کړنو کې به د پاکستان د استخباراتي‌ادارې سیوری ترسترګو کېده .
ښايي علت به یې داوو چې دګڼو طالب مشرانو کورونه او ځای ځایګی په پاکستان کې وو او له پاکستان پرته یې بل یوه هیواد ته لاس رسی نه لاره .
بل د دوی د ټپیانو درملنه وه چې هغه هم تر ډېره بریده په پاکستان کې کېدله .
هم دا ډول ددوی دتنظیمي چارو سمون او د پیسو او وسلو د لټون یوازینی ځای پاکستان وو. البته د وخت په تېرېدو او د طالبانو د تحریک د وژل شوي‌ مشر ملا منصور اخوند په هڅو طالبانو په تجریدي‌ ډول د نړۍ له نورو هیوادونو سره د اړیکو مزي وغځول .
د دې اړیکو پایله داشوه چې د طالبانو د مشرتابه یوه لویه ډله وتوانېده چې افغان پاسپورټونه تلاسه کړي او قطر هیواد ته ستانه شي‌.
هلته په لمړیو کې د ګوتو په شمار طالبان ولاړل ، خو وروسته وروسته دا شمېره زیاتي شوه او اوس مهال د طالبانو د تحریک (16) کلیدي‌ اکسان له خپلو کورنیو سره ژوند او سیاسي‌ فعالیت کوي‌ او ځیني نور کسان هم هلته شتون لري‌.
د طالبانو درهبري شورا چې په کوټه شورا مشهوره ده (24) عمده غړي‌ لري چې زياته برخه یې له پاکستانه بهر په قطر او په افغانستان کې دطالبانو ترکنترول لاندي سيمو کې په ژوند کولو وتوانېدل .
د طالبانو د تحریک محدود مشران په پاکستان کې پاته دي چې د پاتې کېدو بیلا بیل علتونه او مجبورۍ یې هلته ژوند کولو ته اړباسي‌، خو دا شمېر ډېر لږ دی او د طالبانو د تحریک یوه خو وړه برخه تشکیلوي‌.
په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو د تحریک پّه سیاسي‌ برخلیک کې د پام وړ بدلون راغلو .
طالبانو په پرله پسې ډول د سولي ‌هڅو ته لیڅي‌راونغښتې او د خپلې راتلونکې په تړاو یې تر جنګي‌حکمت پر سیاسي‌اړخ زیات فکر وکړ.
دوی له سعودي عربستان ، عرب اماراتو، امریکا، قطر ، روسيي، پاکستان ،چین
او ایران سره مخامخ خبري‌ پیل کړې ‌.
دې خبروته د سیمي ‌نور هیوادونه خوشحال وو، خو پاکستان ته دا د خطر د یوه زنګ په معنا وو.
پاکستان چې د خپل تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له جګړې ګټه کړې ، دا ځل هم هڅه پیل کړه چې له یوه لوري تر خپل اثر لاندي مجبور طالبان جګړې ته وهڅوي‌،او له بله لوري‌ د هغو ځینو طالب مشرانو په مټ د سولي‌په خبرو کې خنډونه ایجاد کړي‌چې ددوی سره په یوه نه یوه ډول اړیکي لري .
په دغو تېرو دوو میاشتو کې پاکستان هیڅ کله په پراخ لاس هغه طالب مشرانو ته له هیواده بهر د تګ اجازه ورنکړه چې په سوله کې مهم رول لوبولای شوای .
دوی د د 2018 کال د ډسمبر میاشتې (16) مه (17) مه (18) نېټه د ابوظبئ غونډي ته له پاکستان نه امیر خان متقي، ملا عباس اخند، ډاکترفقير ، مولوي حماس او د متقي صېب ورور احمدالله متقي ته د ورتګ اسانتیا برابره کړه . بده پېښه داوه چې ددغو کسانو په ورتګ د قطر له لوري‌راغلی طالب پلاوی نه وو خبر .
که څه هم امیر خان متقي او ملا عباس اخوند دتحریک کلیدي کسان دي ،خو د خبرو میز ته ښايي د دوی دواړو سره ځیني نور مهم کسان له پاکستان نه استول شوي وای .‌
دلته طالبان دوه خبري کوي ، یوه دا چې تر دوی لوړرتبه طالبان په پاکستان کې موجود نه وو، او دوهمه دا چې پاکستان ویره لرله چې ځیني‌ مطرح څېرې ددوی پر پلانونو بداغیز ونکړي‌.
د طالبانو د دغه پنځه کسیزه هئت په تګ کې پاکستان دا تاوان وکړ چې دا ورغلي‌کسان هم د قطر دفتر له راغلي پلاوي سره هم غږي‌شول او په یوه خوله یې دا پرېکړه وکړه چې نور به د طالبانو پریکړي د دغه تحریک مشران پخپله کوي‌، او د یوه هیواد داسي مشورې او وړاندیز ته به غاړه نه ږدي چې دوی یا د دوی په وينا تحریک او افغانستان ته یې تاوان رسېږي.
د ابوظبئ په غونډه کې پاکستان خپله مدعا ووهله او افغان حکومت یې د نړۍ والي‌ ټولنې او طالبانو په وړاندي‌ وشرماوه . دوی افغان پلاوي ته ژمنه ورکړي وه چې له طالبانو سره به یې خبرو ته کښېنوي‌، خو طالبانو دا خبره ورسره ونه منله .
له هم دغه ځایه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلاف بڅرکي ولټېدل .
طالبان وايي چې دوی به ارو مرو له افغان حکومت سره خبري‌کوي ، خو پر خپل وخت او د امریکا یانو تر ځینو ژمنو وروسته .!
لمړی : امریکا دي‌ له افغانستان څخه دوتلو لپاره تقسیم اوقات اعلان کړي .
دوهم : طالب مشران دي له تور لیسته وایستل شي .
دریم :‌افغان حکومت دي د طالب زندانیانو د خوشي کولو ژمنه او ْضمانت ورکړي .
څلورم : وروسته به دوی د درې میاشتني‌اوربند او له افغان حکومت سره د سولي‌ پر خبرو او پلان کار پیل کړي .
البته له دې رسمي غوښتنو ورها خوا طالبان وايي چې نور دي افغانستان د پاکستان په مټ د سولي هڅه ځکه نه کوي چې پاکستان یوه لوري‌ته هم ژمن نه دی او دسولي‌پر پروسه د امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي . خو پاکستان کله ناکله طالبان په دې مجبوروي چې ددوی تر اثر لاندي پرېکړي وکړي .
البته طالبان وايي :
« اوس هغه وخت نه دی چې د ای ایس ای یوه مامور به ځیګر و ډباوه او ویل به یې چې زه امیر الموئمنین یم زما امر به منئ »
همداراز طالب مشران دا خبره هم کوي چې که افغانستان په ریښتوني‌ توګه غواړي پاکستان یوازي کړي ، په پاکستان کې موجودو طالب مشرانو ته دي هم پاسپورټونه او قطر ته دتګ زمینه برابره کړي .
د طالبانو ډېری مشران په دې عقیده دي چې دسولي‌ خنډ یوازي‌او یوازي پاکستان دی .
طالبان وايي که ایران دافغانستان په سوله کې ریښتینی رول لوبول غواړي په خپل هیواد کې دي د یوه تفاهم له مخي ځینو طالب مشرانو ته دژوند کولو اسانتیاوي برابري کړي ،البته دا کسان به د طالبانو له سياسي مشرتابه سره دلیدلو په موخه قطرته ځی راځي .
د طالبانو مشران وايي تر څو چې افغان حکومت له پآکستان نه د سولي غوښتنه کوي سوله به هغومره پېچلې کېږي .
داسي ښکاري‌ چې طالبانو اوس په خپله د خپلو پرېکړو کولو ته اراده کړې ده ،‌دا علت دی چې له پاکستان سره یې په اسلام اباد کې د سولي‌ غونډه ونه منله .
همداراز پآکستان هڅه وکړه چې د سولي غونډه که اسلام اباد کې ونشي‌ سعودي‌ عربستان کې وکړي‌، خو طالبانو دا خبره هم ونه منله او په ښکاره یې وویل چې که غونډه کېږي‌قطر کې به وي‌کنه نو پاتې دي‌وي .
د طالبانو دا کار پر دې دلالت کوي چې دوی نور د پاکستان خبره بابیزه بولي‌او غوږ نه ورته نیسي .
پاکستان ددې کار په بدل کې طالبانو ته دا جزا ورکړه چې قطر ته د تلونکي‌پلاوي چې مشري یې ملا امیر خان متقي‌ کوله ، ملاعباس اخند ، ډاکتر فقير او یو بل ملګری ورسره وو مخه ونيوله .
پاکستان د قطر هیواد هغه الوتکه بېرته خالي‌واستوله چې د طالب مشرانو د راوستلو لپاره کراچي‌ته استول شوې وه .
که څه هم ظاهرآ پاکستان خپل زور او ځواک طالبانو ته وروښود او نړۍ والي‌ټولنې او افغانستان ته یې هم دا وروښودله چې د دوی له خوښي پرته طالب خپلواک نه دی ، خو په اصل کې طالبانو خپل زور پاکستان ته وروښودلو چې دوی نور د بل په خوله پرېکړي نه کوي .
اوس که طالبان پر خپله دا پرېکړه ولاړ پاتې شي او دپاکستان له فشارونو سره مقابله وکړي ، نو دبریا مخه یې یوڅوک هم نشي ډب کولای ، البته په هغه صورت کې چې پر نورو لارو چارو هم فکر وکړي .
طالبان باید له ایران نه د سهولت کار په توګه قطر او نوري نړي ته تګ لار وغواړي .
اوله افغان حکومت نه هم دتفاهم له لاري د سفر اسناد تر لاسه کړي .
طالبان اوس په داسي‌یوه حالت کې دي چې په عمومي‌مشرتابه یې نور د پاکستان لاس نه رسېږي .
د نړۍ والي ټولنې د فشار او دحالاتو دتقاضا له کبله نور د طالبانو مشران زندانونو ته نشي اچولای .
که طالبان پر خپله وروستۍ خبره ونه دریدل او بيايي خپل ځان دپاکستاني استخباراتو په واک کښې ورکړ ، بیا به ډېره ګرانه وي چې د تل لپاره د پاکستان له انحصاره ځانونه خلاص کړي .
لیکوال : میرویس افغان