fbpx

وسله والو کابل کي یو لوی دینِ عالم باندي برید کړی

وسله والو کسانو د کابل په باغ بالا سیمه کې په دیني عالم عبدالسلام عابد باندی برید کړی .

په برید کې مولوي عابد سخت ژوبل شوی دی.

د پولیسو په خبره چې برید د باغ بالا په سیمه کې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې عبدالسلام عابد د خپل کار ځآی پر لوري روان وو چې پرې د نارنجک بم ګزار شوی او ژوبل شوی دی.

عبداسلام عابد حکومت پلوه ملا دی چې د کابل مکرویانو په سیمه کې د نعمان بن ثابت جومات امامت هم ور په غاړه دی.

نوموړی په نرمو خبرو او متوازن سیرت د ډیرو خلکو خوښ ملا دی.

تر اوسه پوري د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تر دې دمخه د افغانستان د عالمانو شورا یو بل غړی په کابل کې ترور شو او تر هغه دمخه د مولود شریف د مراسمو په لمانځنه کې د دینی عالمانو پر یوه غونډه کې چاودنه شوي وه چې درنه مرګ ژوبله یي اړولي وه.

میرویس جلالزی