fbpx

د حنیف اتمر د مغرضانه طرحي پر ضد حساسیتونه زور اخلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر د هغې طرحي پر ضد حساسیتونه زور اخلي چې ویلي دي، که ولسمشر شو نو د افغانسان نظام به له ریاستي په فدرالي وویشي.

د اتمر د دغې پټي اجندا په باب یونس قانوني روانه اونۍ خوله خلاصه کړه.

قانوني تیره اونۍ په یوه غږیز پیغام کې د ده او اتمر تر منځ د ولسمشرۍ څوکۍ لپآره د رامنځ ته کیدونکي ایتلاف د جزیاتو په اړه خوله خلاصه کړه.

هغه وویل چې اتمر منلي که چیرته ولسمشر شي نو دی به د افغانستان ریاستي نظام ړنګ او پر ځآی به یي فدرالي اداري ته ورته داسي نظام رامنځ ته کړي چې صدراعظم او یو شمیر نور معاونین به یي هم په تشکیل کي شتون ولري.

قانوني وویل دی په راتلونکو ټاکنو کې د اتمر د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي او نوموړي ته یي د مرستیالۍ څوکۍ وړاندیز کړي ده.

ډیری افغانان د اتمر دغې طرحي اندیښمن کړي او نوموړی یي یو افغان دښمن سیاست وال بللی.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د فدرالي نظام رامنځ ته کول او یا هم   حد اقل د ریاستي نظام د ړنګولو نظر د اکثریت افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو لپاره د زغم وړ نه دی.

هغوي استدلال کوي چې دا کار به د افغان وطن بنسټونه او قومونه یو له بله بیل کړي او یو لوی ناورین ته به لاره هواره کړي.

اتمر د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د بي کفایتي په سبب د کورنیو چارو وزارت له دندي ګوښه او په دې ورستیو کې د اشرف غني حکومت څخه هم د بیلا بیلو دلایلو له امله بیل شو.

هغه ویلي چې د غني طرحي يي نه خوښیدي نو ځکه له حکومته بیل شو.

خو اوس چې د شمالي ټلوالي او اتمر تر منځ د شوي ایتلاف په باب هر څه بربنډ شول نوموړی نور هم د افغانانو پر وړاندي په یوه سپکه او منفي څیره وپيژندل شو.

په یوه تازه اقدام کې د هغه نږدې ملګري او څو کلن ویاند تواب غورځنګ له دندې استعفا ورکړي ډه.

غورځنګ ویلي چې د اتمر د دغې معاملي په باب د خلکو پوښټنو ته ځواب نه شي ورکولای نو ځکه غوره بولي چې دنده پریږدي.

حنیف اتمر د افغانستان په لغمان ولایت پوري تړاو لري او له تیرو دولسو کلونو راهیسي د افغانستان په سیاست کې دخیله څیره ده .

دې ته به وخت ځواب ووایي چې ایا د افغان وطن پر ضد د اتمر د دغې دسیسې په اړه لا هم افغانان د هغه ملاتړ کوي که څنګه.

میرویس جلالزی