fbpx

حضرت الله ځاځي خپل ارمان په ډاګه کړ

د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې چټک توپ وهونکي حضرت الله ځاځي د امريکا غږ سره په غږیزه مرکه کې د خپل ژوند، کرېکټ او ارمانونو په تړاو خبرې کړي دي.  ځاځی اوس مهال  د بنګله دېش په غوره لیګ سیالیو کې بوخت دی، نوموړي په لومړنیو دوه سیالیو کې دوه پرله پسې نیمه سلیزه ووهلې چې په دواړو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا ځوان لوبغاړی اوس تازه په تازه په کورني کرېکټ کې د ښه ځلېدو وروسته د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی چې د نورو لوبغاړو په پرتله یې شهرت په کم وخت کې  ترلاسه کړ.

حضرت الله ځاځی په ملي لوبډله کې د لوبېدو وروسته په افغان پریمیرلیګ کې هم ښه وځلېد چې په یو اور کې يې شپږ شپږیزې هم ووهلې. ځاځي  د افغان لیګ لوبولو وروسته د عربو لس اوریزه لیګ کې هم ولوبېد چې  د ښو سیالیو کولو وروسته اوس مهال د بنګله دېش په غوره لیګ په سیالیو بوخت دى.

حضرت الله ځاځي په اوسنۍ  تازه مرکه کې د خپل زړه رازونه ویلي دي. ځاځی وایې چې په اوسني وخت کې ښه ټچ کې دی او د لوبې په هر فارمېټ کې د لوبې توان او طاقت لري، ځاځي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې په (بي پي ایل) سیالیو کې د لوبېدو پر مهال په خپل زړه او ځان لپاره لوبېږم او د ډاکې لوبډلې لوبغاړو او کوچ ورته بار بار ویلي چې په خپل زړه لوبه کوه.

حضرت الله ځاځی چې په افغانستان کې په افغان ګېل مشهوره او د شپږیزو پاچا لوبغاړي لقب هم ورکړل شوی دی او له همدې کبله ورته د افغان ګېل نوم مینوال اخلي، ځکه چې په شل اوریزو سیالیو کې ډېر ښه او چټک ځلېږي. ځاځي د مرکې په دوام کې ویلي چې په لوبه کې مې شاټ وهل خوښیږي او غواړم همدا ډول د هېټ کوشش وکړم. نوموړی وایي د لوبې وړاندې د تمریناتو پر مهال هم د سترو شپږیزو هڅه کوم تر څو مې د توپ وهنې انداز لا خوندور شي او غواړم چې د چټکې نیمه سلیزې وروسته چټکه سلیزه هم په شل اوریزو سیالیو کې ووهم.

ځاځى د مرکې په دوام همداراز وایي چې دا مې لوی خوب او ارمان دی چې په انګلستان کې د راتلونکي (۲۰۱۹) کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ولوبېږم. حضرت د نړیوال جام په تړاو ویلي چې د انګلستان ویشتنځایونه یو څه چټک دي او په همدې دلیل هلته چټک توپ وهونکي بریالي دي، ځکه زه هلته د ایرلینډ سره د سیالیو کولو په موخه په تمریناتو کې لوبېدلی یم او په ځان باوري یم چې د افغانستان سمه نمایندګي په نړیوال جام کې وکړم.

ځاځی وړاندې په خپلو خبرو کې وایي، دا ماته د ویاړ خبره ده چې  په ډاکه لوبډله کې کیرون پولار‌ډ، انډري رسل او سونېل نارین په شان د نړۍ مشهورو لوبغاړو په منځ کې په یوولس کسیزه سکواډ کې  لوبېږم.

ځاځی د مرکې په دوام وایي، هڅه کوم تل بریدګره لوبه وکړم او لا په خپل پلان کې بریالی روان یم. همداراز د هند غوره لیګ کې نه لوبېدل یې په خپل ځان هېڅ  تاثیرات نه دي غورځولي، دی وایي چې کرېکټ مې لا مخکې روان دی دا چې په یادو سیالیو کې ونه پلورل شوم کومه ستونزه نشته.

حضرت الله ځاځی وایي چې په ملي لوبډله کې ورسره ډېره زیاته مرسته راشد خان کوي او تل یې ورسره مثبتې مشورې شریکې کړي دي او د هغه په ډاډ روان دی. همداراز په بنګله دېش لیګ کې د لوبډلې لوبډلمشر هم ورته تل سپارښتنه کړې چې په خپل زړه ولوبېږي.

حضرت الله ځاځي د افغانستان ملي لوبډلې لپاره تر اوسه دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي، چې په دواړو لوبو کې دوه نیمه سلیزې وهلي، همدازار په یوې پنځوس اوریزه سیالۍ کې هم لوبېدلی دی چې ښه ثابت شوی دی.

خو دا به وخت ثابته کړي چې حضرت الله ځاځی راتلونکي نړیوال جام ته غوره کېږي کنه؟