fbpx

ټرمپ: د مکسیکو په سرحد کې دیوال په خپل قدرت جوړوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال جوړولو د بودجې لپاره د اجراییوي فرمان خبرداری ورکړی دی. ټرمپ ویلي، چې که کانگرس ورته د مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړولو لپاره بودجه ور نکړه نو هغه به د ولسمشر په توگه د خپل ځانگړي قدرت نه په استفادې بیړنۍ اعلامیه خپره کړي او د کانگرس له موافقې پرته به دغه مسله حل کړي.

 ټرمپ دغه خبرې د ټیکساس په ایالت د جنوبي سرحد سیمې ته د سفر په مهال کړې دي. نوموړي ویلي، چې که په سرحد بندیز و نه لگول شي نو دا مسله به حل نشي.

ټرمپ ویلي، چې کانگرس دې ورته په سرحد کې د د یوال جوړولو لپاره ٥.٧ ملیادره ډالره بودجه تصویب کړي. په کانگرس کې د دیموات گوند غړو د هغه د غوښتنې د منلو نه انکار کړی دی.