حامد کرزی د خپلو اولادونو سره یوځای کابل ښار ته راوتلی و

خبریال ډاټ کام: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن مازدیګر د خپلو اولادونو سره یوځای له خپلو ساتونکو پرته کابل ښار ته د سولې پیغام د خپرولو پر موخه راوتلی وو.

د معلوماتو له مخې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک کولو وروسته نن کابل ښار ته په خپل موټر کې د اولادونو سره یو ځای راوتلی و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په ډیری برخو کې د خپلو اولادونو سره یو ځای چکر ووهه او پر خپله موټر ته ناست و، څو له ښاریانو سره یوځای د ښار ځیني برخې له نږدې وګوري.

هغه د کابل ښار ته په ناڅاپي توګه راوتلی و، چې د ولسونو له لوری له پراخ هرکلي سره مخ شو.

نوموړي کابل ښار ته د تګ پر مهال خپل ټول ساتونکي په خپل کور کې پرېښې و او یوازې خپله کورنۍ او اولادونه له ځان سره بیولي و، نوموړي د کورنیو چارو وزارت په شمول د کابل ډیری امنیتي ادارې هیڅ په جریان کې نه وې کړې.

کابل ښاریانو په ښار کې د حامد کرزي د لیدولو سره سم د سولې پروسې بریالیتوب ته هیله ښودلې ده او وایي چې داځل به د افغانانو خوب ریښتیني شي.

حامد کرزی په داسې حال کې کابل ښار ته په چکر راوتی و چې پرون په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک هم لاسلیک کړی شو.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې د حامد کرزي په لیدلو سره دوی حیران شو او د هغه ورتګ ښار ته د سولې په اړه د خلکو باور نور هم زیات کړ.

په ټولنیزو رسنیو هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي دا کړنه ستایل شوې ده او خلکو یې په اړه لیکلي دي چې دا چاره به د سولې په پروسه د افغانانو باور نور هم زیات کړي او خلک هم هیله من شوي چې افغانان نور سولې ته نږدې شوي دي.

کابل ښاریانو په ښار کې د حامد کرزي له لیدلو وروسته د هغه سره او د هغه له اولادونو سره د زړه خواله کړې او هم یې ورسره انځورونه اخیستي دي.

بلخوا پرون د قطر په دوحه کې د افغان سولې پروسې په لړکې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک هم د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو استازو په وړاندې لاسلیک کړی شو.

یاد تړون د طالبانو له لوري د ملابرادر او د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

د یادولو ده چې له طالبانو سره به بین الافغاني مذاکرات هم د مارچ پر لسمه نېټه پیل شي چې لا له وړاندې ورته چمتو والی ښودل شوی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More