fbpx

عمر داودزي د مولوي سراج الحق سره ولیدل

د پاکستان د جماعت اسلامي رهبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي  ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.

په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق نه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي. بلخوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره واحد شوى دى. ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.

عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي په ګډون له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.