fbpx

د رنبير او عاليې انډيوالي په خپلوۍ بدلېږي

د نوموتو فلمي ستوريو رنبير کپور او عاليه بټ د انډيوالۍ خبرونه له تېر يو نيم کال راهيسې په رسنيو کې خپرېږي، خو نه هم په دې دومره موده کې رنبير کپور په ډاګه څه وويل او نه هم عاليه بټ، خو رنبير کپور يو ځل له يوې رسنۍ سره دومره ويلي و، چې د دوى دواړو رشته لا هم په لومړي سر کې ده، همدا راز عاليه بټ بيا يو ځل په مرکه کې ويلي و، چې په رنبير کپور له ١١ کلنۍ راهيسې ميينه ده.

اوس تازه خبره دا دى چې د دواړو کورنۍ له يو بل سره ليدلي دي او دواړو ستورو هم د يو بل له کورنيو سره ليدلي دي. د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د رنبير کپور مور غواړي چې عاليه بټ خپله نږور کړي او ډېر ژر د رنبير کپور او عاليه بټ کوژده وکړي.

د ډي اېن اې انډيا د راپور تر مخه، د رنبير کپور مور نيتو کپور له عاليه بټ سره ليدلي او اوس يې خپل زوى ته ويلي چې ژر تر ژره دې له عاليه بټ سره کوژده وکړي. هغه وايي چې نيتو کپور غواړي د (براهمسټرا) نندارې ته وړاندې کېدو سره سم دواړه کوژده وکړي.رنبير او عاليه

د راپورونو تر مخه، رنبير کپور او عاليه بټ په لومړي ځل په يو فلم (براهمسټرا) کې يو ځاى کار کوي، ويل کېږي چې دا فلم څنګه نندارې ته وړاندې شي، دواړه به کوژده وکړي او همدا راز په همدې روان کال کې به دواړه واده هم وکړي.

که يوې خواته رنبير کپور او عاليه بټ د (براهمسټرا) په ثبت کې بوخت دي، نو بلخوا بيا عاليه بټ د (ګلي بواى) په تبليغاتي کمپاين کې هم مصروفه ده، خو ويل کېږي چې د دې کال د جون په مياشت کې به دواړه د خپلې کوژدې لپاره وخت پېدا کړي او کوژده به وکړي.