fbpx

ملي امنیت څلور انسان تښتوونکي نیولي

د ملي امنیت لوی ریاست وایي، چې ځواکونو یې په کابل ښار د انسان تښتوونکو د یوې ډلې څلور کسان نیولي او دوه تښتوونکي یې له دوی ژغورلي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان  د کابل ښار له اتمې حوزې څخه نیول شوی او ددوی له منګولو څخه ځلور کسان خوشې کړی شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې تښتوونکنو کسانو دوه تنه تښتول شوی کسان د یوه کور په څاه کې ساتلي وو، چې دامنیت ملي لخوا خوشې شول.
امنیت ملي وایي، چې نیول شوي تښتوونکي کسان اسحق ، محمداجان ، عبدالعلیم، او مولاداد نومیږي، .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له تښتوونکو ځخه یو میله وسله، مرمۍ، ځنځیرونه او نور وسایل هم ترلاسه شوي.