fbpx

داسې ښځه چې يوازې د سړو غږونه نه شي اورېدى

دا نو ډېره د حېرانتيا خبره ده، چې يو څوک دې د ښځو غږونه اوري خو د سړو غږونه دې نه اوري، خو دا رښتيا دي. په چين کې يوه ښځه په داسې يوې حېرانوونکې ناروغۍ اخته شوې ده، چې يوازې د ښځو غږونه اوري او د سړو غږونه نه شي اورېداى، تر دې پورې چې د خپلو نږدو ملګرو (سړو) غږونه هم نه شي اورېداى.

په رسنيو کې چې کله دا پېښه راغله نو دغه ښځه د (مس چين) په نوم وپېژندل شوه، چې يوه شپه يې کانګې وکړې او همدا راز په غوږونو کې د شپېليو غږونه راتلل، سهار چې ويښه شوه نو د سړو غږونه يې نه اورېدل.

د چين په ختيځه برخه ژيامن کې اوسېدونکې دا ښځه چې کله روغتون ته لاړه نو ډاکټرانو ورته وويل چې په (ريورس سلوپ) ناروغۍ اخته ده، چې پکې انسان د کمزورې فريکوينسۍ غږ نه شي اورېداى. ويل کېږي چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ باندې ٣ زره کسان اخته دي. کوم کسان چې په دې ناروغۍ اخته دي، هغوى د سړو غږونه نه شي اورېداى، ځکه چې د سړو د غږونو فريکوينسي کمزورې يا کمه ده، خو ښځې بيا په داسې غږ کې خبرې کوي، چې فريکوينسي يې تېزه يا اوچته وي، نو د ښځو غږونه اورېداى شي.

دغه ښځه چې کله روغتون ته راوړل شوه، نو د ښځو هره خبره يې اورېداى شوه، خو د سړو غږونه يې نه شو اورېداى. پوهان وايي چې د دې ډېرى وجې کېداى شي، يعنې جينياتي کيفيت، وولفرم سنډروم او مونډيني ډسپليسيا د يادونې وړ دي.

ډاکټران وايي چې دا مېرمن له سختې ذهني ستړيا سره مخ وه او همدا راز د خوب د کمښت په ستونزو کې هم راګېره وه، نو ځکه په دې ناروغۍ اخته شوه او کېداى شي چې دا ناروغي يې ژر ښه شي. ډاکټران وايي چې د دې ښځې درملنه روانه ده او ډېر ژر به بېرته خپل اصلي حالت ته راشي.