fbpx

دفاع وزارت: د نیویارک ټایمز وروستی راپور سم نه دی

د هېواد د دفاع وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې ویلي یې وو، د افغان هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې بې پایلې دي یاد وزارت وایي، د افغان هوایي ځواکونو په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ لیکنه سمه نه ده.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل، افغان هوایي ځواکونه لوړ ظرفیت او پرمختللي جنګي الوتکي لري.نوموړی وایي، په دې برخه کې به د امریکا مرستې تر ۲۰۲۳ میلادي کار پورې دوام ولري او په پام کې ده چې افغانستان تر دغه کال پورې سلګونه نورې الوتکې هم ولري. دا په داسې حال کې ده چې ځینو کورنیو رسنیو د نیویارک ټایمز په حواله راپور ورکړی و چې امریکا د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړي او په دې برخه کې تر اوسه کابو اته میلیارده ډالر مصرف شوي، خو دغه هڅې بې پایلې دي.

د یادونې ده چې د الوتکو د تخنیکي ستونزو او یا د طالبانو د بریدونو په پایله کې تر اوسه د افغان ځواکونو اته چورلکې نسکورې شوې دي.