fbpx

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ۵ افغان سرتېري په نښته کې  شهیدان شوي

کندهار کې ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس شهیدان او اووه وسله وال طالبان وژل شوي. ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانوو تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط پر امنیتي پوسته برید وکړ چې د نن سهار تر ۳ بجو پوري يې دوام درلود د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د رباط پر امنیتي پوسته برید کې پنځه پوليس شهیدان او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي. دغه راز سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ۲ پوليس او ۶ وسله وال ټپیان شوي هم دي.

 په ورته وخت کې د والي ویاند عزیز احمد عزیز د پېښې پخلی کوي او وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړي  سپین بولدک چې په تېر کې د کندهار له امن سیمو څخه ګڼل کېده، د نا امنیو پېښې پکې له تېري يوې میاشتي راهیسې زیاتي شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.