fbpx

د سترګو پنا افغان بوکسر د تمریناتو لپاره افغانستان ته راځي

افغان بوکسر ( سهېل احمد ) چې له ډېره وخته د افغانستان لپاره د بوکسېنګ نړیوالې سیالۍ کوي او په ډېرو نړیوالو سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړي تېره ورځ یې پرېکړه کړې چې د لندن څخه افغانستان ته راشي او دلته د راتلونکې نړیوالې سیالۍ لپاره تمرینات ترسره کړي .

سهېل احمد خبریال ویپانې ته په یوې رالېږل شوي ویډیوي کلېپ کې ویلي : چـې په راتلونکې کې مې یوه نړیواله لوبه په لندن کې پلان شوې ده او غواړم یو څه تمرینات په خپل هېواد کې ترسره کړم تر څو په یاده سیالۍ کې ښه وځلېږم سهېل په خبرو کې وایې چې یاده سیالي زما لپاره او زما د هېواد لپاره ډېره مهمه ده.

سهېل احمد چې د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار روداتو ولسوالۍ یو اوسیدونکی دی اوس مهال په لندن کې مېشت دی نوموړي په ډېره کمه موده کې په بوکسېنګ سیالیو کې د افغانستان نوم په نړیواله کچه ځلولی دی .

 خبریال ویپاڼې ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې سهیل احمد ( ۱۴) رسمي نړیوالو لوبو کې د هېواده بهر لوبېدلی دی چې په ( ۱۴) بوکسېنګ سیالیو کې یوازې یوه سیالي بایللې او (۱۳) نړیوالو سیالیو کې یې بریاوې ترلاسه کړي .

سهېل احمد چې د افغانستان سره خورا ډېره زیاته مینه لري او نوموړي تل هڅه کړې چې د افغانستان نوم په نړیوالو سیالیو کې ځلانده او لوړ وساتيٍ .

 سهیل احمد یو ځل بیا په روان(۲۰۱۹) کال د فبروۍ میاشتې پر دویمه نېټه یوه بله د بوکسېنګ نړیواله رسمي سیالي په انګلستان کې د خپل سیال سره لري نوموړي د ټولو هېوادوالو غوښتي چې پر دوعاګانو کې یاد وساتي .

دا هغه له سترګو پنا افغان بوکسر دی چې د ۱۳ لوبو په ګټلو سره یې د افغانستان نوم په نړیواله کچه ځلولی دی خو دی بیا له افغان رسنیو ځکه ګیله مند دی چې د ده  یوې سیالۍ ته یې هم  انعکاس نه دی ورکړی.

 پر خپله سهېل احمد خبریال ویپاڼې ته په یو غږیز پيغام کې ویلي و : چې د افغانستان لپاره مې ډیرې سیالۍ ګټلي خو لا مې چا غږ نه دی اوچت کړی یاد لوبغاړي د افغان رسنیو څخه ګیله څرګنده کړې چې د بریاو سره سره یې هېڅ د یوې سیالۍ انعکاس هم نه دی ورکړی.

د یادونې وړده چې داسې ډیری افغان لوبغاړي شته چې د افغانستان نوم یې په هر ډګر کې ځلولی دی خو د سترګو پنا دي.

Loading...