fbpx

هرات  کې د پوليسو په شپږمې حوزې ډله ايز بريد پای ته ورسېد

د هرات ولايت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې وسله والو کسانو د رنګينه پل په سيمه کې د پوليسو په شپږمې حوزې ډله ايز بريد وکړ بريد کوونکي حوزې ته ننوتي و او د یو بل پر وړاندې مقاومت وکړ چې په ځوابي ډزو کې وسلوال ووژل شو او برید پای ته ورسېد

د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي وسله وال د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوي او اوس مهال د سیمې تصفیه او تالاشي روانه ده ‎.

د هرات د ملکي روغتون مسؤولین وايي د پيښې له ځایه پنځه مړي او درې ټپیان وروړل شوي چې په مړو کې درې پولیس او دوه ملکیان شامل دي اوپه ټپیانو کې دوه پولیس او یوملکی وګړی شامل دی

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې بريد کوونکو په پوليسو د بريد نه وروسته حوزې ته ننوتي و .  
د ويلو ده چې د رنګينه پل سيمه د هرات ښار تر ټولو ګڼه ګوڼه سيمه ده.