fbpx

د اسدالله خالد او پاکستان دښمني

په ونه هسک، په رنګ ښایسته او په کوچیانۍ ژبه یې له منطقه ډکې خبرې کولې. زرینه لنګۍ یې پر سر او په کوچیاني انداز یې تړلې وه. ماته یې کلکه غېږه راکړه او کله چې يې لاس راکړ، لاس یې خورا ټینګ کړ. د ځوانۍ نشه یې په سر کې وه او تازه یې د شهرت پر نیلي پښه اړولې وه.

اسدالله خالد هغه وخت د غزني والي و، او زموږ درنه مېلمه پالنه یې وکړه. ما د ده په تړاو ډېر څه اورېدلي و، خو دا مې لومړی ملاقات و چې ورسره وه مې کړ.

ښاغلی خالد نرم او د طالبانو او پاکستان مطلق سخت دریځ لاره. ښاغلی خالد ظاهراً نرم انسان ښکارېده، خو د طالبانو او پاکستان په تړاو یې سخت دریځ لاره. د پاکستان په تړاو دریځ یې هغه وخت ډېر نوی ځکه و، چې نورو خلکو د ده برعکس فکر کاوه. اسدالله خالد ویل چې د افغانستان د جنګ او جګړې ځاله پاکستان دی او د سولې ‌کیلي ‌هم د پاکستان په لاس کې ده.

ده پر دا خبره ټینګار کاوه چې پاکستان سره باید بلمثله چلند وشي. د پاکستان هر دښمن ته باید دوست وویل شي‌ او هر دوست ته یې باید دښمن وویل شي. داسدالله خالد دا خبره زما ډېره خوښه شوه.

یو وخت زه او احمد ولي خان کرزی د کندهار د ولایت پر سر سره غږېدو او هغه وخت په کندهار کې انجینیر پښتون له دندې ګوښه سوی و، تازه بېرته ګل اغا شېرزی د کندهار د والي په صفت په دې موخه ګمارل شوی و، چې له خپلو قوماندانانو وسلې راغونډې کړي. دوی په یوه پیاوړي خو د بل ولایت په والي ‌پسې ګرځېدل او ما د اسدالله خالد نوم ورته واخیست.

احمد ولي‌ خان بې له ځنډه دا خبره وکړه چې ((څه خانه لري‌؟))

ما ورته وویل ډېرې خانې لري، یوه یې د پاکستان مخالفت، بله یې په سیاسي مسایلو پوهه او دریمه یې جدت او په ځان باور دی. فضل محمد کاکو چې داحمد ولي خان تر ټولو نېژدې کس و، ما ته یې وویل چې: ((خانه! بیخي کشر دی، کندهار به څنګه کنټرول کړي؟))

ما لا څه نه و ویلي چې احمد ولي خان دا خبره وکړه: ((خیر دی ځوان دی او بیا موږ او تاسو ورسره یو.)) احمد ولي‌ خان په ښکاره نه، خو په باطن کې د پاکستان سرسخت مخالف و.

احمد ولي خان راته وویل چې دا سړی یوارې راوغواړه چې ویې وینو. په همدې وخت قیوم خان کرزی هم د احمد ولي ‌خان مهمان خانې ته راننوت او تر روغبړ وروسته مستقیماً په هم دغه موضوع راګډ شو. دا وخت په کندهار کې د ولایت پر سر تاوده بحثونه کېدل.

قیوم خان ډېر زیات هوښیار سړی دی، هغه ماته وویل چې خانه کندهار حساسیتونه لري‌ چې ته پوهېږې! دا کس ته څونده پېژنې؟ ما د اسدالله خالد په تړاو یو څو خبرې ورته وکړې.

قیوم خان کرزی یوازې هغه خلک نه خوښوي چې یا مرګ او وژنه کوي او یا د هیواد ګټو ته ژمن نه وي.

هغه وویل چې قاتل خو به نه وي؟، ما ورته کړل چې تر اوسه خو داسې څه نه دي رابرسېره شوي. دا کیسه ډېره اوږده ده، لنډه دا اسدالله خالد له غزني نه ‌د کندهار والي‌ شو.

د کندهار په ولایت کې اسدالله خالد په خپله هغه شوې ژمنه چې له ځان سره یې کړې وه، کار پیل کړ او هر پاکستانی دښمن یې خپل دوست باله او تر ډېره وخته یې په خورا سړه سینه هغه بلوڅان ونازول، چې د پاکستان له ظلمونو راتښتېدلي و. دا نو داسې یو وخت و چې اسدالله خالد د پاکستان استخباراتي اداره تر پوزې راوستلې وه.

پاکستان په کندهار کې د ځانمرګو بریدونو او همدا راز د اسدالله خالد په خلاف د منفي تبلیغاتو خوله راخلاصه کړه. پاکستان ټولې هڅې وکړې چې د اسدالله خالد ماموریت ناکامه کړي‌، خو پخپله اسدالله خالد چې په سیمه او ستونزو پوهه کس و، په کندهار کې امریکایان او پخپله حامد کرزی په خپله دښمني او د پاکستان په کړنو وپوهول.

نن پر اسدالله خالد د بشري حقونو د مخالف تور پورې ‌کېږي، خو جالبه دا ده چې هغه به په رسمي او غیر رسمي غونډو کې په بیا بیا د جګړې د کرښې طالبان افغانان بلل او خپلو امنیتي ځواکونو ته به یې دا خبره کوله چې د هغوی سره باید ناسم چلند ونه شي.

هغه وخت جنرال رازق په سپین بولدک ولسوالۍ ‌کې دوه طالبان تر وژلو وروسته د سړک غاړې ته ایښي و، چې د اسدالله خالد له سخت غبرګون سره مخامخ شو او ورته ویې ویل که بل ځل داسې کار وکړي نو دی به یې د دندې د ځنډولو سپارښتنه وکړي. زما یاد دي چې جنرال رازق بیا د ورته کړنو د نه تر سره کولو ډاډ ورکړ.

اسدالله خالد چې کندهار کې و، هلته یې نه کوم ځانګړی ځواک لاره او نه هم له هغه سره له غزني‌ ملېشې تللې وې، خو دې کې شک نشته چې د کندهار ټول امنیتي ارګانونه یې په لږ وخت کې تر کنټرول لاندې راوستي و.

هغه وخت د سویل لوېدیځي حوزې لپاره د امریکایانو عمومي قوماندان جنرال پیډرسن و او د کندهار د هوايي ډګر قوماندان (جیس) و. د اسدالله خالد او د جیس تر منځ د ملکي‌ وګړو د بمبار جنجال زما یاد دی. امریکايي قوماندان جیس د ملکي وګړو تلفات د افغان استخباراتو د ناسمو معلوماتو پر بنیاد بلل، خو خالد ورته وویل چې بیا باید داسې ‌عمل تکرار نه شي.

د دې خبري ‌مطلب دا دی چې د خالد او طالب دښمني ته دوو لورو زیات اور پوه کړل، یو یې پاکستان و او بل یې د امریکايي ځواکونو هوايي بمبارونه. که څه هم هغه وخت دا معلومول اسانه نه و، خو وروسته وروسته دا خبرې را برسېره شوې.

زه چې څونده اسدالله خالد پېژنم، هغه د بشریت ضد کړنو کې لاس نه درلود، خو پاکستان نن هم هڅه کوي چې نوموړی په یوه نه یوه بهانه په هم دغه تور تورن کړي. د ده د تورنېدو بیلا بیلې هڅې شوې دي.

کله چې خالد د سرحداتو وزیر شو، پاکستان یې مخالفت کاوه او د پاکستان د مخالفت یوازینی ځای رسنۍ او ځینې ‌پاکستان پلوه افغان سیاسیون ول. بله خبره هم دا ده چې کله اسدالله خالد د ملي امنیت لوی ريیس وټاکل شو، نو هغه وخت بیا پاکستان د خپلې پروپاګنډې خوله ورباندې را خلاصه کړه.

نن چې اسدالله خالد د دفاع وزیر ټاکل شوی، یو ځل بیا پاکستان غواړي چې نوموړی په یوه نه یوه ډول بدنام کړي. اوس داسې یو وخت دی چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل طالبانو هم د پاکستان دښمني پېژندلې ده او په افغان ولس کې خو به داسې کسان ډېر لږ وي چې هغه دې اوس هم د پاکستان ملګرتیا ته زړه ښه کړي.

زه فکر کوم په اسدالله خالد پسې اوسنی خپور شوی راپور د پاکستان د هغو تبلیغاتو برخه ده چې پر هیواد دوسته افغانانو پسې کېږي. کنه اسدالله خالد په کندهار کې په داسې یوه ځای کې له یوه داسې قوت سره نه و چې شخصي زندانونه دې وساتلای شي. که نوموړي په خپل پلرني ولایت غزني کې شخصي زندان نه شو جوړولای نو په کندهار کې بیخي ورته ناممکنه وه.

ما د هم دې راپور پر بنسټ هڅه وکړه چې د افغانستان د بشر د حقوقو له سازمان نه څه ترلاسه کړم، خو هلته هم یوازې او یوازې دا خبره کېږي چې دوی د اسدالله خالد په تړاو هیڅ ډول قضیه په لاس کې نه لري، نو که کومه قضیه په اسدالله خالد پسې په افغانستان کې نه ده راجستر شوې او یوه بله اداره یې لس زره کیلو متره لیرې راجستر کوي، په کار دي‌ چې افغان ولس یې په یوه خوله وغندي.

لیکوال : اتل کندهاری