fbpx

په ټولنیزو رسنیو کې له اسدالله خالد بی ساری ملاتړ شوی

د ټولنیزو رسنیو کارکونکو په پراخه کچه د افغانستان د دفاع نوی وزیر اسدالله خالد ملاتړ کړی او هغه یي د افغان تاریخي دښمن ( پاکستان)  لوی د سترګو اغزی بللی دی.

خالد څو اونۍ دمخه د افغانستان د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.

نوموړی د پنجاب پر ضد په خپله تنده لهجه ډير پیژندل کیږي او ډيری افغانان یي د دغي پآلیسي ملاتړي دي.

پرون د بشرد حقونو د څار سازمان اسدالله خالد په بشري جرمونو تورن وباله او له نړیوالي ټولني يي غوښتي چې دی باید تر پوښتنو لاندي ونیول شي.

خو د ټولنیزو رسنیو کارونکو د بشر د حقونو د څار سازمان دغه دریځ غندلی او هغه یي د افغان وطن د دښمن نظر بللی دی.

د محمدالله په نامه په ټویټر کې یوه افغان لیکلي: د بشر دحقونو څار سازمان د افغانستان په حساسو شرایطو کې د ملي څيرو د بدنامولو هڅه کوي.

د ټویټر یوه بل کارونکي مجاهد لیکلي: اسدالله خالد د افغان وطن د ژغورني لپاره خپل دښمن ډير ښه پیژني او دغه دښمن به کله هم کرار نه وي ناست او هڅه به وکړي چې نوموړی بدنام کړي.

په همدې حال کې د فیس بوک کارونکو هم په افغان دولت غږ کړی چې د بشر د حقونو څار سازمان باید له دغسي مغرضانه څرګندونو را وګرزول شي او په باب یي نړیوالي محکمې ته شکایت وشي.

د مبشرکریم الله په نامه د فیس بوک یوه کارونکي ویلي:

په دې باندي ټول پوهیږي چې اسدالله خالد یو ملي او په وطن مین ځوان دی چې په اوسنیو شرایطو کې کولای شي د دفاع وزارت کې بی ساری کارنده واقع شي او د افغان وطن دښمنان وځپي.

اسدالله خالد که څه هم د مدیریت او پوځ رسمي زدکړي نه لري لیکن په تیرو ۱۵ کلونو کې د ملک په حساسو شرایطو کې یې بيلابیلي دندي لرلي.

هغه یو مهال د کندهار و غزني والي بیا د کابیني وزیر او د ملي امنیت ریس پآتي شوی.

نوموړی د پاکستان د استخباراتي اداري پر وړاندي د جنرال رازق په څير د سترګو یه خطرناک اغیزی بلل کیږي چې ویلي يي دي د دښمن دسیسي به د دښمن په ځالو کې شنډي کړي او پر دښمن به د دښمن په کور یعني پاکستان کې تهاجمي بریدونه وکړي.

افغان آزاد خبریال میرویس جلالزی چې اسدالله خالد له نږدې پیژني وایي چې نوموړی له خپل وطن افغانستان سره بي باکه مینه لري او کله به هم د دښمن پر ضد له زغم او ترحم څخه کار وانخلي.

نوموړی وايي ښاغلی خالد نه یوازي په پښتنو بلکي د افغانستان په ټولو قومونو کې پراخي ملاتړ کونکي ریښي لری او د لکونو خلکو ملاتړ او باور له ځان سره لري.

هغه د افغانستان په معاصر سیاست کې د یوه خطرناک پاکستان دښمن افغان سیاست وال په توګه پيژندل کیږي چې په نړیواله کچه هم د لویو سیاست والو د باور وړ څیره ده.

اسدالله خالد څو کاله دمخه په یوه ځآنمرګي برید کې په کابل کې سخت ژوبل شو خو اوس وايي چې دغو زخمونو لا هم تیره کړی او د دښمن پر ضد به په ډيره بي رحمۍ عمل کوي.

میرویس جلالزی