fbpx

هرات کې درې تنه وژل شوي

هرات ولایت کې په شپږمه امنیتي حوزه په شوي وسله وال ډلیز برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي زیاتوي، درې تنه  بریدګرو چې یو یې ځانمرګی وو، تېره ماښام د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ او د حوزې ودانۍ ته ننوتل.

د هرات امنیتي مسوولین وايي، بریدګرو له پولیسو سره مخامخ نښته پیل کړه، چې څو ساعته یې دوه وکړ او ټول بریدګر ووژل شول.

امنیه قوماندان جنرال امین الله امراخېل وايي، بریدګرو کې یو تن ځانمرګی واسکټ درلود او دوه نور په وسلو سمبال و، چې درې واړه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بریدګرو په برید کې دوه پولیس اویو ملکي وګړی وژل شوي، خو د هرات د ملکي روغتون کارکوونکي وايي، دوی ته د پېښې له ځایه درې جسدونه او یو ټپي وروړل شوی دی.

د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.