fbpx

د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه بهر ته د زده کړو لپاره لېږي

ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د پوځ د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.

دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شهيد او معلول شويو سرتېرو اولادونو به د تحصیلي بورسونو له لارې د لوړو زده کړو په موخه بهر ته ولېږي.

په خبرپاڼه کې د ملي پوځ د ټولو شهيد شويو او معلولو سرتېرو کورنيو ته خبر ورکړل شوي، چې د پوهنتونونو تحصيلي يا د ښوونځيو تعليمي اسناد، خپلې هويتي پاڼې او وثيقې، چې پر شرايطو د مراجعه کوونکو کسانو واجديت تثبيت کړى شي ور وړي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د نومليکنې لپاره په کابل کې د ياد وزارت د ستر درستيز د کادر او پرسونل رياست د شهيدانو او معلولينو رياست او په ولايتونو کې د جلب او جذب مرکزونو کې د شهيدانو او معلولينو استازو ته مراجعه وکړي.