The news is by your side.

د طالبانو دښمني ته د پاکستان چمتوالی

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان روان خراب بد وضعیت پر پاکستان خورا بده اغیزه کړې او دا هېواد يې د پاڼ او پړانګ ترمنځ راوستی افغانستان خو هسې هم غرق دی اوس پاکستان غرقیږي.

روسي رسنیو راپورونه ورکړي او د پاکستان د اسخباراتو د مشر له خولې یې ویلي  چې پآکستان د افغانستان وضعیت ته خورا اندېښمن دی او هڅه کوي ترڅو د احتمالي ګواښونو او پیښو مخه ونیسي.

دوی دا اندېښنه داسې څرګنده کړې چې د افغانستان د جګړې او خراب وضعیت له کبله دې هېواد ته د ځینو وسلوالو ډلو د اوښتو احتمال شته ځکه نو په دې وروستیو کې امنیتی تدابیر زیات کړي دي.

اوس خپله د پاکستان سیاسونو منلې چې پاکستان به له خپلې لمنې اور اخلي او داسې وخت به راځي چې  په افغانستان کې د بل شوي اور ښکار به همدا پاکستان هم کیږي خو دا هېواد لا په ارام خوب ویده دی.

پاکستاني سیاسونو له دولت څخه د افغانستان په هکله د پالیسۍ او په دې هېواد کې د ستونزو د زیاتیدو په صورت کې له حکومته وضاحت غوښتی خو پاکستان لا هغه کوي چې پخوا يې کول، ولې اوس یې ځان ته فکر شوی او غواړي چې د قیوداتو په وضعه کولو سره سیاسونو  ته خپل مسیر روښانه کړي او د نړیوالو خولې له ځانه وکاږي.

پاکستان وار خطا دی

پاکستان د تحریک طالبان او افغان طالبانو انډیوال او همدارنګه په دې منځ کې د لر او بر یو افغان دی نارې وارخطا کړی او دوی داسې انګیرلې که د افغان طالبانو  له ډلې سره د دوی لږهم اختلافات رامنځ ته شي نو تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبان به لاس سره یو او پاکستان به سخت وځپي.

اوس لوبه تر یوې کچې د امریکا په لاس کې ده او د پاکستان د حیات او ګټو دومره پروا نه کیږي پاکستان غواړي په دې مهمه مقطع کې ځان رښتینی ولوبوي او تر یوه وخته د نورو په خوښه کارونه ترسره کړي ترڅو دوی یوځل بیا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره وخت پیدا او ځان ته اعتبار ورکړي، خو خبره هغه رنګه نه ده لکه دوی چې جوړه کړې وي  مخکې پاکستان چې به څه پلان کړه هغه به کیدل خو اوس نه

Comments are closed.