fbpx

کورنیو چارو وزات په یوه بل تازه اقدام کې د وسلو پر ورکړه محدویت وضع کړی

کورنیو چارو وزات په یوه بل تازه اقدام کې د وسلو پر ورکړه محدویت وضع کړی او وايي یوازې هغه کسانو ته د وسلې جواز ورکوي، چې نوم یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل وي.

کورنیو چارو وزات د یوې خبرپاڼې  په خپرولو سره د شخصي او خصوصي ساتونکو لپاره یوه نوی معیار ټاکلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې زرګونه کسانو په کابل او نورو ولایتونو کې د دې په پلمه چې ګڼې شخصي امنیت یې په خطر کې دی، شخصي او خصوصي ساتونکي نیولي او سلګونه نور د وسلو د حمل جواز غوښتی دی.

خو کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته وزارت یوازې هغه کسانو ته د وسلې د حمل جواز ورکوي، چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په لېست کې شامل وي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په مالیې وزارت کې درې ډلې مالیه ورکوونکي ثبت شوي، لویه، منځنۍ او کوچینۍ کتګوري او هغه شرکونه چې د مالیه ورکوونکو په لېست کې نه دي ثبت شوي د وسلې جوازه یې لغوه کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې د سولې جواز غوښتونکو کسانو ته تر هغې جواز نه ورکول کېږي، تر چې د مالیې وزارت څخه یې د مالیې د ورکړې تصدیق پاڼه نه وي راوړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، کورنیو چارو وزارت په دې کار سره نه یوازې د ملي عاید د لوړولو په موخه خپل مسوولیت ادا کوي، بلکې د دې تر څنګ به د هغو پټو، ګونګو نا تشریح شویو او د افغانستان له مالیاتي نظام لرې پانګو د تار سر هم پیدا کړي او پر وړاندې به یې جدي ګامونه پورته کړي.