fbpx

ځانګړو ځواکونو د طالبانو په یوه لوی مرکز عملیات کړي

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی مرکز عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې ځانګړو ځواکونو په یو لړ چټکو عملیاتو کې د طالبانو پر دغه لوی مرکز برید وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو دغه مرکز د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د غذاري په کلي کې شتون درلود.

سرچینه زیاتوي، پر دې مرکز په عملیاتو کې د خواجه سبز پوش لپاره د طالبانو عمومي قوماندان قاري تاج الدین له خپلو ۱۹ ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شي، په دې عملیاتو کې د قاري تاج الدین ۱۵ ملګري ټپیان شوي هم دي او دغه راز یې ۱۲ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې پتڼځایونه له منځه وړل شوي یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط چې موټر او موټر سایکلونه دي د افغان ځواکونولاس ته ورغلي دي.

د قول رادو په خبرپانه کې ویل شوي، د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.