fbpx

زابل او ننګرهار ولايتونو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امير جان الکوزي رسنیو ته وويل چې تېره شپه ناوخته د وسله والو يوې لويې ډلې چې شمېر يې تر ۲۰۰ ډېر و، د ملي اردو او پوليسو پر درېيو پوستو بريدونه وکړل
هغه زياته کړه، دوى غوښتل چې دغو  پوستو ته سقوط ورکړي، خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شوي  چې په وژل شويو کې د زابلوال او نويد په نومونو دوه قوماندانان هم شامل دي .
ولسوال وويل، په دې جګړه کې يو پوليس هم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په چنار سيمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، په دې عملياتو کې  پنځه وسله وال طالبان وژل شوي،دوه ټپيان دي او دوه مرکزونه يې له منځه تللي دي .
دغه ارز په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې په جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو د ترهګريزو پېښو طراح او پلان کوونکی سباوون چې په ساجد مشهور دی،ژوندی نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، د دې عملياتو پر مهال دوه شکمن کسان هم نيول شوي چې تر څېړنو وروسته به يې بشپړ هويت معلوم شي .
په دواړو ترسره شوو عملياتو کې ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.