fbpx

د پښتون ژغورنې غورځنګ: حکومت دې ورک شویو کسانو ته عدالت وړاندې کړي

منظور پښتین نن  د جنورۍ پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود لومړي تلين لمانځونډې ته په وینا کې وویل، غورځنګ یې د پښتنو د هغو ټولو حقونو د اخیستو او خوندیتوب لپاره مبارزې ته دوام ورکوي چې د پاکستان ایین یې وګړو ته د ورکولو ضمانت ورکوي.

منظور پښتن په وینا کې په لومړي ځل د پښتنو د سیمو د طبیعي زېرمو یادونه وکړه او ویې ویل چې قبایلي سیمې هم له معدنیاتو ډکې دي خو ګټه یې پښتنو ته نه رسي.

ده وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې د پښتنو خاوره او وسایل کارېږي خو زیاته ګټه یې پنجاب ته رسي.

د چین – پاکستان اقتصادي لار یا سيپېک پر پروژو تر دې مخکې هم پښتنو ملتپاله سیاستوالانو، په تېره، د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود، نیوکې کړې دي او تور یې پورې کړی چې زیاتې ګټې یې پنجاب ته رسي خو د پاکستان حکومت دا تور په بیا بیا رد کړی او دریځ لري چې دا پروژې د پښتنو په ګډون د ټول هېواد او سیمې اقتصادي حالات بدلولای شي.

د پښتون تحفظ غورځنګ غړو د ټانک د ټاونشېپ په لوی میدان کې د خلکو د امنیت لپاره اقدامات کړي او د جلسې نظم یې ساتلی.

له دې میدانه بهر پولیس هم ځای پر ځای شوي دي چې د جلسې امنیت وساتي.

خو جلسې ته ورغلو خلکو تور پورې کړی چې انتظامیې ټولې موبایل ټېلېفوني شبکې بندې کړې دي چې د دوی په وینا، پر ټولنیزو رسنیو د جلسې د ژوندیو ویډیوګانو مخه ونیسي.

د ټانک جلسې ته هغه ماشومان او ښځې هم ورغلې دي چې د کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې ورک دي او اکثر د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي غونډو ته ورځي چې د ورکو خپلوانو پوښتنه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو غوښتنو څخه یوه دا هم ده چې حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي او شفافه مقدمې دې ورباندې وچلوي.

غورځنګ وايي چې د پاکستان حکومت دې په هېواد کې د پښتنو د ماورای عدالت وژنو پلټنې وکړي او ککړ کسان دې سزا کړي.

همدا غوښتنه د غورځنګ مشر منظور پښتین د ټانک په جلسه کې هم وکړه او و یې ویل چې د کراچۍ هغه پولیس افسر چې د نقیب مسود په ګډون د شاوخوا ۴۵۰ کسانو د وژنې په تور، تورن دی، په ضمانت ازاد ګرځي چې د خپګان خبره ده.

مسود د ۲۰۱۸ز په جنورۍ کې وژل شوی وو او هغه مهال راو انوار ویلي ول چې نوموړی د تحریک طالبان پاکستان غړی دی چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.