fbpx

ننګرهار والي: د کانال په ځمکه د جوړ شویو کورونو محکمې حکم به تطبیق شي

ننګرهار والي وایي، کابل هډې ته څېرمه د کانال په ځمکه د جوړ شويو کورونو په اړه به د محکمې حکم ژر تطبیق کړي .

ننګرهار والي حيات الله حيات د شنبې په ورځ جلال اباد شاهي ماڼۍ کې کابل هډه کې د کانال پر ځمکه د ۲۶۵ جوړو شويو کورونو کې د مېشتو کورنيو غړو سره د غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ،چې د یادو ځمکو په اړه به د ولسمشر د فرمان له مخې د محکمې حکم تطبیق کړي .

په کابل هډه کې د کانال پر ځمکه د جوړ شويو کورونو اوسيدونکو وويل، له قانون څخه سرغړونه نه کوي او په کومه ځمکه يې چې کورونه جوړ کړي اسناد په لاس کې لري.

دوی غوښتنه وکړه، چې حکومت دې داسې چاره تر سره کړي چې د حکم تطبيق کیدو ترڅنګ دوی زيانمن نه شي.

په همدې حال کې د ننګرهار امنيتي مسؤلین وایي، د اجرايه قوې په توګه دنده لري څو د جمهور رئيس او سترې محکمې حکم تطبيق کړي او کابل هډه کې د کانال پر ځمکه ۲۶۵ کورونه له خلکو تخليه او ونړوي