fbpx

هند: د افغانستان سره  په هر اړخیز ډول مرستو او همکاریو ته چمتو یو

د هند د بهرنیو چارو وزیره وایي، دا هېواد غواړي په پراختیایي برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشیما سوارج نن د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې وویل چې هېواد یې په هر اړخیزه توګه له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته چمتو دی.

سوارج دغه راز زیاته کړې، له افغانستان سره یې د مرستو موخه د دې هېواد ثبات دی. هغې وویل، هند له یو با ثبات، دموکراټیک او سوله ییز افغانستانه تل ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د نورو هڅو د دوام ډاډ هم ورکړی دی.

هغې دغه راز زیاته کړې چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې کلک ملاتړ کوي او له نورو ګاونډیو هېوادونو هم ورته تمه لري.د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې لومړۍ ناسته د افغانستان په ګډون نن په سمرقند کې جوړه شوې وه.