fbpx

ناټو په بادغیس کې له طالبانو داعشیان نیولي

د امریکې تر مشرۍ لاندي ناټو ځواکونو په بادغیس کې پر طالبانو سخت ګزارونه کړي او یو شمیر داعشیان یي د هغوی له منګولو خلاص او له ځان سره وړي دي.

بادغیس د افغان او بهرنیو ځواکونو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو ولایتونو شمیرل کیږي.

دغلته هر کال په سلګونو تنه افغان عسکر د طالبانو په بریدونو کې شهیدان کیږي.

د بادغیس د ولایتي شورا پر وینا چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو تېره شپه ۱۰ بجې د جوند ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې تر ټولو لویې او خطرناکې سیمې «پنج‌بز» کې عملیات کړي‌دي.

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو لومړی دا سیمه بمبار کړه او وروسته یې ځمکني عملیات پیل کړل.

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال زیاته کړه چې بهرنیو ځواکونو شاوخوا ۴۰ تنه داعشیان ـ چې ۳۰ تنه یې بهرنیان دي ـ د طالبانو له زندانه خلاص کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

ویل کېږي چې په‌دې نیولو شویو کې ۵ میرمنې شاملې دي.

 افضلي همداراز زیاته کړه چې ۳۰ تنه نیول شوي بهرني داعشیان د اوزبیکستان، قزاقستان، روسیې، چین او څوو نورو هېوادونو اتباع وو چې ۶ میاشتې مخکې د فاریاب د ګرزوان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري نیول شوي او دې ولسوالۍ ته را وستل شوي‌وو.

په ورته وخت کې د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي چې تېره شپه ۱۰ بجې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په پنج بز سیمه کې د طالبانو او داعشیانو قرارګاوې بمبار کړې‌دي.

د ښاغلي شهابي په خبره، د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې ۱۸ طالبان او ۱۰ داعشیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه نور داعشیان بهرنیو ځواکونو نیولي دي.

د ده په وینا، په‌دې عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو یو بندي‌خانه له منځه تللې او وسلې او مهمات یې هم له‌ منځه وړل شوي.

د بادغیس د والي ویاند زیاتوي چې ډېر ژر به له وسله‌والو نه د سیمې د پاکولو په پار په‌دې سیمه کې د افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل شي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌خپلې ټویټرپاڼې کې د داعش زندانیانو د خوشې کولو موضوع تایید کړې‌ده.

م. ج