fbpx

د هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي وايي، د هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده، چې په راتلونکو څو کلونو کې به دغه ستونزه هواره شي.

ښاغلي بلخي دغه څرګندونې جلال آباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه چې پرون جلال آباد ته په سفر تللی ویلي په افغانستان کې د نارینه او ښځینه ښوونکو کموالی د معارف د ودې او پراختیا لپاره یو لوی خنډ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی دا مهال د ټول هېواد په کچه ۲۰ زره نوي ښوونکي ګماري خو اړتیا ۷۰ زره ښوونکو ته ده.

د بلخي په وینا د پوهنې وزارت هڅه کوي، هر کال له ۲۰ تر ۳۰ زره پورې نوي ښوونکي په دندو وګماري او په راتلونکو دریو کلونو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه په مکمل ډول هواره کړي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځي، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکي‌ او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي‌ شته چې ۳۶سلنه یې نجونې دي.