fbpx

ترکیې ته د ټرمپ خبردارۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبردارۍ ورکړی، چې له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو باید هلته د امریکا متحد کردان خوندي وي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې  امریکايي ځواکونو له سوریې وتل پیل کړي، خو په سیمه کې باید د امریکا متحد کردان باید خوندي وي.

هغه ګواښ کړی، که ترکیه د دې هڅه وکړي، چې په سوریه کې د داعش ضد جنګېدونکي کردان له منځه یوسي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد ورختم کړي.

نوموړي په ورته وخت کې په کردانو هم غږ کړی چې د ترکیې د حکومت ضد فعالیتونه ودروي او تحریکوونکي اقدامات ترسره نه کړي.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، چې د داعش ضد مبارزه کې د امریکا له هڅو ډېره ګټه ایران او سوریې کړې ده.