fbpx

د ملا ګچر په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو تېره شپه په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان مرکزي په عربانو او کوکچنار کلیو کې د طالبانو پر پټنځایونو په بریدونو کې د ملا ګچر په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ د خواجه په کلي کې پر طالبانو په برید کې د قوماندان زبیر او قوماندان بشیر مشهور په شاهین په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه زېرمه او یو عراده موټر له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي