fbpx

پومپیو: د خاشقجي د قاتلانو پوښتنه به حتمآ کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا د جمال خاشقجي مسئاله هېره کړې نه ده او له محمد بن سلمان نه به د هغه د قاتلینو په اړه پوښتنه وکړي.

 نوموړي دا خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یاد هېواد دبهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه ویلي چې دی به د سعودي له ولیعهد سره په لیدنه کې د خبریال جمال خاشقجي د قاتلانو په اړه حتماً پوښتنه وکړي.

سعودي خبریال جمال خاشقجي تیر کال د اکتوبر په میاشت کې په ترکيه کې د سعودي په سفارت کې وژل شوی وو.

د هغه تر وژنې وروسته لومړی سعودي عربستان ویلي وو چې هغه د سفارت له ودانۍ نه بهر وتلی وو، خو وروسته یې ومنله چې خاشقجي په سفارت کې د پلټنو په مهال وژل شوی وو ترکيې ادعا کړې وه چې د هغه د وژنې امر د سعودي حکومت لوړ پوړو چارواکو ورکړی وو.

خو سعودي چارواکو بیا په وار وار د خاشقجي د وژنې تورونه ناسم بللي دي.